ګلې
چې څومره دې زه خيال ساتمه
کاش
که زما دې دومره خيال ساتلے
د بې
وسۍ چغې سورې نه اوري؟
هر
چا په زړه کښې تور دېوال ساتلے
ستا
د بې ننګه عادت هېڅ نه وايم
ما
درته خپله سينه ډهال ساتلے
د
زمانې سره د تلو نه يمه
ستا
په نامه باندې مې فال ساتلے
پاس په اسمان کښې ناست خالقه ربه
په
نوم انسان دې په جنجال ساتلے
ما
سره څه وو ستا له نومه بغېر
پټ
مې له خلکو ډېر په پال ساتلے
ستا
د لاس نخښه وه زړه نه شوله
هغه
رومال مې ښه سمبال ساتلے
د
شونډو پاړ مې لکه وچې پاڼې
غربت
ظالم مې په کمال ساتلے
ستا
په سوچونو کښې بلها خلک دي
بس
خپل اشنا دې ښه بې حال ساتلے
0 comments:
Post a Comment