5/28/2014

طالبان اختلافات او نتیجې - څو ورځې وړاندې او ننني حالات

د نن نه څو ورځې وړاندې ما دا لیکل کړي وو چې نن ئې تاسو سره شریکووم
ځکه چې نن ددې خبرو تائید پخپله د محسود ګروپ بېلتون وکړو

په کال دوه زره اووم کښې د دیارلس مختلفو ګروپونو په یوځائے کېدو سره د یو نوي تنظیم اعلان وشو چې ورله په شریکه د تحریک طالبان پاکستان نوم ورکړے شو ددې تنظیم وړومبے مشر بېت الله محسود وټاکلے شو

په پینځویشتم اګست دوه زره اتم پاکستان په دې تنظیم پابندي ولګوله او کالعدم وګرځولے شو ـ په اګست دوه زره نهم کښې په یو ډرون حمله کښې بېت الله محسود ووژلے شو او د کالعدم تحریک طالبان مشري د محسود قبیلې بل ځوان حکیم الله محسود ته روکړے شوه په دې اړه حکومتي سرچینې وائي چې د بېت الله محسود د مرګ نه وروستو د مشرۍ دپاره شوې د شورٰی غونډه کښې د ولي الرحمان او حکیم الله محسود تر مئینځه په مشرۍ جنګ شوے وو خو د اګست دوه زره نهم پورې د طالبانو ډېرو مشرانو حکیم الله محسود خپل مشر ومنوحکیم الله محسود چې اصل نوم ئې جمشېد وو په يو ډرون حمله کښې د نومبر په وړومبۍ نېټه کال دوه زره دیارلسم کښې ووژلے شو چې وروستو ئې د تحریک طالبان مشري په وړومبي ځل د وزیرستان د محسود قبیلې نه د سوات مولانا فضل الله ته ورکړے شوه د بېت الله محسود د مرګ نه وروستو چې څنګه د حکیم الله محسود او ولي الرحمان تر مئينځه په مشرۍ اختلاف پېدا شوے وو هم دغه رنګ د حکیم الله محسود د مرګ نه وروستو هم د طالبانو تقسیم او اختلاف په نظر راغلوپه شمالي وزیرستان کښې د مولانا فضل الله د ټاکنې په اړه شوې غونډه کښې هم وئیلے کېږي چې کله په دغه غونډه کښې د مولانا فضل الله د امارت اعلان وشو نو په دغه غونډه کښې ناست یو کمانډر ووئیل چې کله د هغه مولانا فضل الله نوم واورېدو نو بهر ووتو او دا ئې ووئیل چې د طالبانو مشري خرابه شوه ـ ځکه چې د امن مذاکراتو کومه لړۍ حکیم الله محسود شروع کول غوښتل نو مولانا فضل الله به هغه لړۍ روانه ساتل نه غواړيهم دغه وجه ده چې د کالعد تحریک طالبان د دوه ګروپونو حکیم الله محسود ګروپ او ولي الرحمان ګروپ تر مئینځه هم جهګړې وشوې چې پکښې د شلو نه زیات خلک وژلے شوي وو ـ دغه جهګړې په ټانک، شوال، شکتوئي او د مکین په سیمو کښې شوې وې ـ په دې اړه قبائلي خلک وائي چې دغه جهګړې د وزیرستان تر حده محدود نه دي پاتې شوي بلکې بهر سیمو ته هم خورې شوي دي ـد حکیم الله ګروي مشري دا وخت شهریار محسود او د ولي الرحمان ګروپ مشري خان سید عرف سجنا کويتېره هفته هم د دې دوه ګروپونو تر مئینځه شوو نښتو کښې د دواړو خواو د لسو نه زیات خلک وژلے شوي وو او په یوه میاشت کښې د طالبانو خپل مئینځي جهګړو په نیتجه کښې د پنځوستو نه زیات کسان وژلے شوي دي ـ په دې جهګړو کښې مهم کمانډران عصمت الله شاهین، امیرحمزه او کشیدخان هم شامل دي ـ ددې نه علاوه دا هم وئیلے کېږي چې ددې دوه ګروپونو کسانو په کراچۍ کښې هم د یو بل په ځایونو حملې کړې ديد هم دې شخړو له کبله د کالعدم تحریک طالبان امیر مولانا فضل الله د محسود ګروپ مشري د خان سید عرف سجنا نه اخستې وه  چې له کبله ئې د خان سید عرف سجنا او مولانا فضل الله تر مئینځه اختلاف هم مخې ته د راتلو اندېښنه پېدا شوې ده ـپه پاکستان کښې د یوولسم مئي دوه زره دیارلسم ټول ټاکنو په نتیجه کښې راغلي حکومت د خبرو په ذریعه د امن راوستو اعلان کړے دے او تر اوسه د حکومتي او طالبانو کمېټۍ ډېرې غونډې شوې دي ولې هېڅ نتیجه ئې په نظر نه راځي او د دې لویه وجه د طالبانو خپل مئېنځي شخړې او اختلاف ښودلے کېږي ـاوس اوس د کالعدم تحریک طالبان د امیر مولانا فضل الله نوې وېډی پېغام کښې هم دغه وېنا مخې ته راغلې ده چې پکښې د حکومت خلاف د بغاوت اعلان په ښکاره توګه شوے دے ـ کومه چې دا ښائي چې طالبان په مکمله توګه یا مختلف ګروپونه د مذاکراتو په حق کښې نه دي ـبل خوا د طالبانو مختلفو ګروپونه لکه مهمند طالبان ، ولي الرحمان ګروپ ، حکیم الله ګروپ، عمر خالد ګروپ او د نورو داسې ګروپونو خپل مئینځي اختلاف او په یو بل حملو نه یواځې شدت اختیار کړے دے بلکې د مولانا فضل الله مشري او کنټرول هم یوه سوالیه نخښه جوړه شوې ده ـ

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.