ښاغلي فضل سبحان عابد صېب نه پوهېږم د کوم تاثر لاندې دا
سندره ليکلې وه چې "پېښور خو پېښور دے کنه" خو نن دا خبره وخت او حالات
ثابتوي چې رښتيا پېښور پېښور دے ۔ چا ورته د ګلونو ښار ووايو، د چا په بدو پېرزو
نه شو، چا ئې تنګې کوڅې وستائلې، څوک وائي ساه پکښې د سړي بنده وي، څوک وائي د
الفت پکښې کمے دے، يو وائي خلک پکښې ورک شي او بې مينې شي، هم دغه سړے وائي چې دا
ښار چا پسې نه ژاړي ۔ غرض دا چې هر سړي په هر انداز دا ښار ستائلے، ياد کړے او د
باګرام د سيلۍ خواږه ئې بيان کړي دي خو نن به هر پښتون او د پښتون په درد دردېدونکے
هر تن به دا مني چې د دې ښار تر ټولو لويه پېژندګلو بايد په بارودو او لوګو وشي
ځکه چې د دې منطقې اور که هر ځاے بل شوے نو د اور لمبې ئې دې ښار په خپل ځان کښې
راګېرې کړې دي ۔ که د مسلمانانو په وطن کښې هم اور لګي نو لوګي ئې د پېښوره
خېژي ۔ که چرته څوک د مسلمانانو په مشران پسې څه ووائي نو هم خلک سزا دې ښار ته
ورکوي ۔ که د دې وطن په ګوټ ګوټ کښې چرته يو کس جرم وکړي نو دغه جرم دا ښار په نه
زړۀ په ځان ومني او بيا په کلونو کلونو د زندان د تورو تمبو په شا ژوند تېروي ۔
زمونږ
ليکوالان وائي چې دا د ښاپېرو د ګډاګانو وطن دے، دلته زرګونه کاله ښاپېرو ګډاګانې
کړې دي خو مونږ کله هم د دې ښار ذکر په ښه معنو کښې د چا د خلې نه اورېدلے نه دے ۔
که چرته په دنيا کښې څوک يو رپورټ جوړوي نو دا ښار پکښې تر ټولو سخا ښارونو په صف
کښې ولاړ وي ، که چرته د بارودو لوګي د چا پکار شي يا ئې ورته زړۀ وشي نو دا ښار
خوښ کړي ۔ که چرته د "خړو ګولو" خرڅولو والا ته د خپلو ګولو خرڅولو
ضرورت راشي نو د دې ښار په ساده باده پښتنو ئې خرڅې کړي ۔ که چرته د صحرا يو لېونے
راشي او وائي چې زما سره تېل دي خو د تېلو په بدل مې هغه څه پکار دي کوم چې د نړۍ
يو قام هم نه ورکوي نو د دې ښار ارته سينه ورله په خپله غېږه کښې ځاے ورکړي او
ورته وائي چې څه دې هم پکار وي واخله خو بس هغه شين رنګ رانه خفه نه کړې ۔ د
"شين رنګ" خفګان او د دې مينې مونږ له دومره تاوان راکړے چې په حقيقت
کښې مونږ لا په دې پوهه نه يو چې رښتيا مونږ دغه خفګان نه خوښوو او که د شين رنګ د
زمکې خاوندانو راته دا جال خور کړے او مونږ پکښې راګېروي ۔ زما په خيال هغوي ته هم
پته ده چي دا د دوي کمزوري ده او په دې خبرو زر دهوکه کېږي ۔ کله کله خو مو په
تورو دېوالونو هم دهوکه کړي وائي چې تور دېوال د دې تقاضا کوي چې تاسو د خپلو
سرونو قرباني ورکړئ او که تاسو دا ورنه کړۀ نو د تور دېوال مالک به درنه خفه شي ۔
د
بدقسمتۍ نه د دې ښار اوسېدونکي جذباتيان دي او په وړه وړه خبره داسې زر دهوکه شي
چې دهوکه ورکوونکو ته هډو څه مشقت کول پېښ نه شي ۔ بس يو دوه درې کمزوري رګونه
ټولو خلکو پېژندلي او چې د کوم رګ نه ورته فائده رسي هم په هغې د دې ښار اوسېدونکو
له پښه کېږدي مجال شته که بيا څوک غږ وکړي ۔ د کلونو راهسې هم دا لوبه روانه ده او
څوک غږ نه کوي، که په غلطۍ هم چا غږ کړے نو دوه انجامه د هغوي منتظر وي ۔ زۀ د هغه
دوه لارو ذکر نه کووم بس دومره وايم چې يو حساب دے او بل کتاب ۔
اوس
پوښتنه دا کول دي چې دې ښار خو د لسيزو راهسې د خلکو ارمانونه پوره کړي خو د دې
"ظالم" او "خونړي" ښار خپل هم څه ارمانونه حسرتونه شته او
کنه؟ کله د دې ظالم نه چا تپوس کړے چې په ځان دا دومره ظلم ته ولې کوې؟ ولې د خپلو
اوسېدونکو په مرۍ هر وخت غلے ناست ئې او يا نورو ته ښه په ازاد مټ د دې خبرې اجازت
ورکوې چې راشئ او په مرۍ ورله کښېنئ د تپوس ئې هسې هم څوک نشته ۔ کېدے شي زۀ په
غلطه يم ، کېدے شي د خپلو ارمانونو ذکر ئې چرته څه چپه خُله کړې هم وي او که په
چپه خُله نه هم وي نو د دۀ خبرې اوري څوک؟ د دۀ کريکې اورې څوک؟ دۀ ته پام څوک
کوي؟ هر څوک راځي خپله ګېډه ډکوي او بيا په داسې طرف لاړ شي چې نه ئې
انسانان ويني او نه "پېريان" ۔
د
پېريانو نه راياد شو، دلته ګورئ پېريان هم اوسي او د غېبو علم لرونکي هم دلته ډېر
مېشت دي ۔ که په زړۀ کښې دې هم څه داسې خبره راغله چې د دې وطن "نېشنل
انټرسټ" ته پکښې زيان وو نو بيا هم دغه دوه لارې يعنې "حساب" يا
"کتاب" ۔ نو اے د دې ښار اوسېدونکو! هم دغه شان مړۀ ښۀ يئ ۔
Afsos da poktano pa hal dey imran..chey sok ye hm chagey na awree.
ReplyDeleteپښتانه په خپله څه کول نه غواړي ګنې ډېر څه کېدے شي
Deleteد پېريانو نه راياد شو، دلته ګورئ پېريان هم اوسي او د غېبو علم لرونکي هم دلته ډېر مېشت دي ۔ که په زړۀ کښې دې هم څه داسې خبره راغله چې د دې وطن "نېشنل انټرسټ" ته پکښې زيان وو نو بيا هم دغه دوه لارې يعنې "حساب" يا "کتاب" ۔ نو اے د دې ښار اوسېدونکو! هم دغه شان مړۀ ښۀ يئ ۔
ReplyDeleteد دې پېريانو دم هم نشته
Delete