8/24/2016

د دولسم اګست د خط ځواب

ګرانه بابا وايي

اوس په خوبونو کښې هم مه راځه بدنامه به شې
کلے پرېښودے دے هر چا زما بدنامه سره



په ما د خپله ځانه ګرانه سلامونه مې ومنه
هيله مند يم چې زړۀ به دې تر څه حده په ځاے شوے وي او که لا نه وي په ځاے شوے نو په ځاے يې کړۀ ځکه چې اوس مونږ د خوبونو د ژوند نه بهر راوتل شروع شوي يو او داسې ښکاري چې لکه څنګه زمونږ د ژوند لارې جدا ښکارېدې، زر ده چې زمونږ لارې د يو بله دومره جدا شي چې تر مرګه مرګه بيا يو ليدل خو څه چې د ليدو امکان هم ونه وينو ۔
ګرانه !
زۀ دا منم چې ستا ژوند له ډېرو سختو راتېر شوے او کېدے شي لا تېرېږي خو زما د ژوند کومه فېصله چې څو ورځې وړاندې وشوه هغې زۀ ذرې ذرې کړم ۔ ما ستا نه دغه خبره پټول نه غوښتل خو د وئيلو توان مې هم نه لرلو ۔ تۀ په هر څه پوهه او د هر څه نه خبر يې ځکه درته هېڅ نه ليکم بس دومره وايم چې زما د خوبونو دنيا ورانه شوه او داسې خړ سېلاب د ځان سره يوړه چې نه پکښې زۀ ښکارم او نه ته ۔ نه زمونږ مينه چا وليده نه زمونږ زړونو ته  چا وکتل ۔ خو دا يوه خبره ده چې د کومې ګناه سزا ماته ملاؤ شوه هغه به تا هم په قلاره نه پرېږدي ۔
ګرانه !
تۀ ښه يې ، ځوان يې، بهر وګرځې، د ملګرو سره دې وخت تېر شي، ټوقې ټقالې وکړې، کار روزګار کښې ځان مشغوله کړې نو ساعت دې تېر شي خو زما مثال په يوه پنجره کښې د قېدې مرغۍ دے چې هره لحظه هره لمحه مې ستا يادونه وژني، بيا ژوندۍ شم، بيا مړۀ شم او داسې مې ژوند روان دے تېرېږي او تېر به شي ۔
ستا زما سره په اخري خبرو کښې ما تا ته څه نصيحتونه کړي وو او زۀ غواړم چې ته په هغې عمل وکړې که دې هېر وي چې درته يې بيا په بل خط کښې ياد کړم ، ما خبر کړۀ او زما باور دے چې ته به په دغه خبرو پوره پوره عمل کوې ۔
ګرانه !
ژوند د چا انتظار نه کوي، زۀ خبر شوې يم چې ته ځان ته په ګوليو خوب راولې، ګرانه دا عادتونه پرېږده ځکه چې دا کله هم ستا غوندې د تعليم يافته او د روښانه مستقبل په طلب ژوند تېروونکي ځوان سره نه ښايي ۔
زۀ ښه يم او نوره به هم ښۀ شم ۔ بس ستا د ليدو وروستے ارمان به مې د زړۀ په يو ګټ کښي تل ژوند کوي ۔

د ځان ډېر خيال ساته، زما دپاره ۔ ۔

ستا نه په جدا ژوند مجبوره ۔


ستا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.