5/26/2016

د ځناورو بادشاهي ده په دې ښار کښې

د پېښور ښار د ګلونو ښار وو، د پېښور ښار د ښکلاګانو ښار وو، د پېښور ښار د تاريخونو ښار وو، د پېښور ښار د يادګارونو ښارو وو، دا ښار د قربانو ښار وو، دا ښار د ازادۍ د مبارزانو د مبارزې مرکز پاتې شوے، دا ښار دومره خونړے څنګه شو؟ نن په پېښور ښار د قيامت سېورے تېر شوے، که څوک يې مني او کنه خو د ډېرو لپاره دا قيامت وو، يو بې ضرره مخلوق چې تر اوسه يې چا ته زيان نه دے رسولے هغه په داسې ډول وژلې کېږي لکه چې هډو انسانان نه وي ۔
عليشا يواځې وړومبے نرښځے نه دے چې دې ظالمانو په ګولو سورے سورے کړو، دا مرګ د يو انسان مرګ نه دے، دا د انسانيت مرګ دے ۔ يه ظالمانو دا خو داسې انسانان دي چې د ښېرو نه بغېر تاسو ته څه وئيلے هم نه شي، لاړ شئ وګورئ چې دوي څنګه ژوند کوي، دا د دوي خوښه نه ده، دوي که څه بد کار هم کوي نو د دې په شا د دوي څه قصور دے ؟ دا ملک دوي ته د انسانانو په نظر ګوري؟ که ښوونځي ته ځي نو هم ورپسې تاسو خاندئ، که چرته کار روزګار کوي نو هم څه لونډان پسې د شا نه شپېلي وهي او صرف د خپل جنسي هوس سامان يې ګڼي ، که چرته د دغه جنسي هوس د پوره کولو نه انکار کوي نو د چارسدې قيصه به لا د چا هېره نه وي چې يو پوليس له وجې د دغه مخلوق يو غړي خپل ځان هم د هغه پوليس په تماچه وويشتو، څه وشو د هغه پوليس سره؟ د عليشا نه مخکښې هم څلور څلوېښت نور وژلې شوي د کوم يو قاتل په دار کړے شوے دے؟ که يو په دار شو د بل هيڅ يو تن به دا جرات نه وي چې دوي ته په کږه سترګه وګوري ۔
خو افسوس چې په دې وطن کښې په رښتيا د ځناورو بادشاهي ښکاري، نه خو پوليس دوي ته انصاف ورکوي، انصاف خو پرېږده چې ورته د انسان په سترګه نه ګوري، د عليشا د مرګ ذمه وار يواځې هغه ظالم نه دے چا چې په ګولو هغه سورے سورے کړو، د دې وژنې ذمه واره دا بې حسه ټولنه ده چې د لوے څښتن دا بنديان انسانان نه بلکې د خپلې وقتي خوشحالۍ او جنسي هوس د پوره کولو سامان ګڼي، په ودونو کښې يې ګډوي، که سوال غواړي نو ورته سپورې ستغې وايي او که چرته د شپې چا له لاړ شي نو بيا ورسره هغه عمل کوي چې څه يې خوښ وي ۔
دوي خو که ګډا کوي نو مجبوري يې ده ځکه چې دوي هم خېټه لري، که ګډا نه کوي نو رزق به څنګه پېدا کوي؟ چرته داسې څوک نر شتۀ چې دوي ته نوکري ورکړي؟ ولې دوي نه غواړي چې په عزت سره ژوند تېر کړي؟ دا خو هغه مخلوق دے چې نه يې خپلې کورنۍ مني او نه يې دا ټولنه، بس په يواځې د يوې کوټې دننه په ژوند کولو مجبوره دي ۔ د دې ګنهګار څوک دي؟ هغه ذات چې دوي يې پېدا کړي او که نه هغه څوک چې دوي ته د انسان په سترګه نه ګوري؟
که روغتون ته ځي نو نه يې د سړو په کوټه کښې څوک پرېږدي او نه يې د ښځو په کوټه کښې ؟ دوي که وژاړي نو چا ته وژاړي؟ داسې محسوسېږي چې خداے هم د دوي نشته، که وې نود خپلو بندګانو په زړونو کښې به يې د دې خلکو لپاره څه لږ ډېر عزت خو پېدا کړے وې ۔
اے د درغلۍ چغو وهونکو، اے د جمهوريت دعوې کوونکو، اے د اسلامي نظام راوستونکو، اے د کرپشن په ضد مهم چلوونکو، اے د قامي تشخص لپاره جنګېدونکو، اے د د دې وطن د ساتنې دعوې کوونکو، اے د وطن پرستۍ چغې وهونکو، اے د وطن جوړوونکو تاسو سره د عليشا د مرګ جواز شتۀ؟ تاسو سره د هغه ښېرو جواب شتۀ چې نن نرښځو تاسو ته کړي دي چې خداے دې د دوي په کورنۍ کښې زمونږ په شان څوک پيدا کړي، شتۀ څوک داسې چې د عليشا په قبر ودرېږي او ورته په چغو چغو ووايي چې بس دا اخري وو د دې نه پس به دې مخلوق ته څوک په سپکه يا په کږه سترګه نه ګوري، شتۀ داسې څوک چې د عليشا قاتلان په رڼا ورځ په باچاخان چوک کښې پانسي کړي؟ شتۀ داسې څوک ؟ شتۀ؟ شتۀ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ نۀ نشته او نه به پېدا شي ځکه چې سياسي ګټې نه لري

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

1 comments:

  1. Imran,

    Thank you for having written this piece. Your outrage and dismay are both understandable and shared by me. The fact that standing up for Trans rights hold no real political gain, is a saddening but true observation. However, it is for people like you and I to do our part by giving a voice to the voiceless through any and all means available to us.

    Ow bala da che dera manana da Pukhto jabbay ke da leek kawalo dapaara. Ze ham ghwaaram che da pukhto pa leek ow lwast baandey ka mahaarat na vi che poha khu ugattam.

    Khuday dey larra!

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.