5/15/2014

صوبائي حکومت او د خېبرپښتونخوا حال



د یوولسم مئي دوه زره دیارلسم په ټول ټاکنو کښې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ کښې د بدلون په نوم یو نوے حکومت سره د اتحادیانو په وجود کښې راغلو چې ورسره د جماعت اسلامي ، عوامي جمهوري اتحاد او قومي وطن پارټۍ ګوندونه شامل وو ـ
د ټول ټاکنو نه وړاندې د پاکستان تحریک انصاف دعوه وه چې په لس اتیا ورځو کښې دننه به د کرپشن صفائي کوي ولې د یو کال تېرېدو وروستو هم د پاکستان تحریک انصاف په حکومت، د هغې په غړو او وزیرانو اوس هم ګوتې اوچتېږي بلکې سرچینې دا هم وائي چې تراوسه چې کوم وزیران یا مشیران لرې کړے شوي دي نو د هغې وجه هم کرپشن وو ولې پاکستان تحریک انصاف ورله د غېرتسلي بخش کارکردګۍ نوم ورکوي
The PTI led Government has completed one year
د پښتونخوا سیمه د څو کلونو راهسې د بدامنۍ ښکار ده او د تېرحکومت قام پرسته ګوند د ناکامۍ یو سبب دا هم ګڼلے کېږي چې هغوي په منطقه کښې په امن راوستو کښې ناکامه شوي وو
د خېبرپښتونخوا حالات که بهر د بدامنۍ ښکار دي نو دغه بدامني د اسمبلۍ دننه هم په نظر راځي او ددې ښکاره ثبوت دا دے چې د یو کال دننه په پاکستان تحریک انصاف کښې د فارورډ بلاک په نوم د خپلې پارټۍ نه باغیان رایوځائے شوي دي چې مشري ئې د خېبرپښتونخوا ډپټي سپیکر کوي اودې سره سره د خفه پخواني مشیر ټرانسپورټ یاسین خلیل او پخواني د صحت وزیر شوکت یوسفزي مرسته دغه فارورډ بلاک ته نوره وده هم ورکولے شي
بل خوا د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور هم د یتیمانو په شان حکومتي ګامونو ته سترګې په لار په نظر راځي خو حکومتي چارواک په صوبه کښې د اسمبلو او دفترونو نه بهر په نظر نه راځي او د هرې حلقې خلک هم دغه ګیله لري چې د کامیابۍ نه وروستو هغوي حکومتي چارواک بیا نه دي لیدلي ـ
په امنیتي توګه هم د پېښور ښار لا تراوسه پرامنه نه ګڼلے کېږي او د تېرو څو ورځو راهسې په پېښور کښې هره ورځ چاودنه کېږي خو حکومتي چارواک بیا هم په نظر نه راځي
تېره ورځ د تیراه په متاثرینو د شوې چاودنې په اړه هم حکومت د غېرسنجیدګۍ مظاهره کړې وه او د مذمتي بیان تر حده محدود پاتې شوے وو ځکه چې هغوي په اسلام اباد کښې په یوه لویه جلسه کښې مصروفه وو ـ
په پېښور ښار کښې د تېر حکومت په وخت کښې شروع کړے شوې منصوبې هم لا تر اوسه سر ته نه دي رسېدلي چې د حکومت د اولسي ستونزو په اړه د غېرسنجیدګۍ خبرې پخپله کوي
وئیلے کېږي چې ددې لویه وجه دا هم ده چې د خېبرپښتونخوا ټولې فېصلې داسې خلک کوي چې د چا تعلق د خېبرپښتونخوا سره نه دے او نه د دې ځائے د اولسي ستونزو نه خبر دي هم دغه وجه ده چې د حکومتي ګوند دننه هم څو ګروپونه جوړ شوي او سرچینې وائي چې تراوسه په پاکستان تحریک انصاف کښې څلور ګروپونه شتون لري ـ
بل اړخ ته د قبائلي سیمې غېر متوازن او بې یقینه حالاتو له کبله ډېر خلک د خپلو کورونو نه پېښور ته په راتګ مجبوره شوي دي خو ولې د هغوي دپاره هم د حکومت له اړخه څه خاص انتظامات په نظر نه راځي هم دغه وجه ده چې تېره ورځ په طهماس خان سټېډیم کښې د تیراه په متاثرینو یوه چادونه وشوه او ډېر خلک پکښې مړۀ او ژوبل شو ـ ددې لویه وجه د صوبائي حکومت له اړخه پوره امنیتي ګامونه نه پورته کول وو ځکه چې په دغه ورځ ټول امنیتي چارواکي د حکومتي ګوند اسلام اباد ته روانو قافلو په امنیت کښې مصروفه ووـ
د خېبر پښتونخوا حکومت دا دعوه کوي چې د حکومت پالیسیانې اولسي دي او پالیسیانې جوړولے شي چې پکښې د بلدیاتي ټول ټاکنو، قامي احتساب بل، اطلاعاتو ته د رسائۍ او داسې نورې پالیسۍ شاملې دي ولې دا خبره په ډاګه ده چې اولس ته د پالیسو نه زیات بجلي، د ګرانۍ نه خلاصے،د صحت سهولیات، تعلیم، ګېس او په خصوصي توګه  امن ډېر خواږه او ضروري دي ـ

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.