د کال ۱۹۹۴ خبره به وي چې کله زما د تعلیم آغاز کېدو نو په یو داسې سکول
کښې وشو چرته چې نه سکول وو او نه د سکول دپاره وداني ـ زمونږ د کلي یو قام پرسته
انسان خپله حجره او د حجرې مخې ته یو چوپال د سکول لپاره وقف کړو زمونږ په سکول
کښې یو استاذ وو چې نوم ئې فرمان علي وو خو نه پوهېږم چې اوس به چرته وي ځکه چې د
کله نه زه په ښه او بد پوهه شوے یم نو بیا مې نه دے لیدلے ـ بیا چې کله وړومبي
ټولګي ته شوم نو زمونږ دغه چوپال سکول هم ختم شو ځکه چې یوه ورځ باران زیات شوے وو
او زمونږ د ناستې ځائے نه وو نو جومات ته لاړو ـ هلته زمونږ یو ملګري څه ګندګي
خوره کړه نو مُلا صاحب د هغه ځائے نه زمونږ تورې تختې او ټاټونه بهر راوویشتل او
مونږ د دغه چوپال سکول نه هم خلاص شو ـ نه پوهېږم چې ولې خو د هغه وخت نه دا
مُلایان صاحبان زمونږ د شعور او پوهې د لارې د نیولو هڅې کوي خو ولې د خوش قسمتۍ
خبره دا ده چې دوي پخپلو مقصدونو کښې کامیاب شوي نه دي ـ
نن ۲۰۱۴ء دے خو ولې يوه داسې واقعه درسره شریکووم چې ما ته ئې خپل د ۱۹۹۴ء
سکول رایاد کړو ـ
هر چا به دا خبرې اورېدلي وي چې زمونږ ډېر قدرمند صوبائي حکومت د تعلیمي
ایمرجنسۍ اعلان کړے دے او داخله مهم هم چلوي ـ کله عمران خان د وړو سره سکولونو
کښې تصویرونه وباسي نو کله د ځان سره د کرکټ تکړه لوبغاړے شاهد افریدے هم راولي خو
بیا هم نه پوهېږم چې مونږ تر اوسه پورې د تعلیمي نظام د کمزوریو او خرابو نه خبر
نه شو او یا خو ترې ځان خبرول نه غواړو ـ
د مردان بخشالي پنډهېرو سیمه کښې یو داسې پرائمري سکول شته چې په کال ۱۹۸۰ء
کښې جوړ کړے شوے دے ولې د ۲۴ کاله تېرېدو وروستو هم دغه سکول خپله وداني نه لري
بلکې د کرائۍ په ودانۍ کښې ماشومان علم او پوهه حاصلوي ـ دا څه دومره لویه خبره نه
ده ځکه چې د پوهې او علم لپاره نه خو د عمر قېد شته نه د ځائے خو ولې المیه دا ده
چې د دغه ودانۍ د کرائۍ لپاره د ماشومانو نه لس لس روپۍ اخستلے شي
ـ
دا هم څه دومره لویه خبره نه ده ځکه چې لس روپۍ نن سبا د یو ماشوم لپاره هم
څه حېثیت نه لري خو ولې دا سکول په یوه داسې حلقه کښې جوړ دے چې د پښتونخوا د
تعلیم صوبائي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشر محمدعاطف خان ترې د صوبائي
اسمبلۍ نشست ګټلے دے ـ دا هم هغه وزیر دے چې د تعمیر سکول او تعلیمي ایمرجنسۍ
چغې وهي بلکې په ټوله کابینه کښې هم دغه یو وزیر دے چې د اول نه تر اوسه پورې د
خپل وزارت په څوکۍ قائم او دائم ناست دے ـ
د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت په تېر بجټ کښې د پرائمري تعلیم د ودې لپاره
تقریباً ۳۴ ملینه روپۍ مختص کړې دي کومې چې د تېر کال په بجټ کښې تقریباً ۳۲ ملینه
وې ـ ددې نه ورته ډېرې غېرسرکاري ادارې او تنظیمونه هم د تعلیم په مد کښې کارونه
کوي او چې کله یوه ورځ زه بونېر ته تلے ووم نو هلته د آسټرېلین اېډ په مرسته سره د
نرسري د ماشومانو لپاره په یو سرکاري پرائمري سکول کښې د نړیوال معیار کوټه جوړه
کړے شوې وه ـ
د دې دومره خبرو مقصد صرف او صرف دا وو چې که چرې د صوبائي وزیر په خپله
حلقه کښې د خپلو سترګو لاندې دغه سکول داسې وران ویجاړ او بې حاله پروت دے نو د
پښتونخوا د نورو سکولونو به څه حال وي ؟ ددې ځواب صرف او صرف زمونږ ګران وزیر
محمدعاطف خان ورکولے شي
ـ
په اخره کښې د تعلیم صوبائي وزیر محمدعاطف خان او د تعلیم صوبائي سیکتر
افضل لطیف ته د بخشالي پنډهېرو د ماشومانو له خوا خواست کووم چې یواځې د بخشالي نه
بلکې د ټولې صوبې د ماشومانو د مستقبل په اړه خپل نظر سنجیده وګرځوي ګنې هم دغه
ماشومان به سبا د دوي په کرسو ناست وي او دوي به ورته ګوري ـ
0 comments:
Post a Comment