10/26/2014

د اختر په موقع د دوه نامعلومه مئینانو تر مینځه خط ... ځواب به ئې هم راځي

په ما د خپله ځانه ګرانې محبوبې
سلامونه او نېکې هیلې
هیله لرم چې روغه او جوړه به ئې او په یواځې ژوند به ځان مشغوله ساتې

ګرانې محبوبې!

نه پوهېږم چې د کوم ځائے نه شروع وکړم او د کوم ځائے نه نه خو اختر رانزدې دے او ټول خلک لګیا دي څوک چا له څه اخلي او څوک ځان له ـ ما هم هڅه وکړه چې ځان له یا بل چا له څه واخلم ولې د اخستو په وخت مې صرف دا یوه خبره په ذهن کښې وه چې چا له واخلم ؟ چا له چې مې اخستل نو هغه د رواجونو، انا او ضد په بندېزونو او زنځیرونو کښې داسې ګېره ده چې نه ئې زه وینم او نه ما ویني ـ نه ئې زه اورم او نه ما اوري ـ زه که ډېر کوشش وکړم یا هغه ډېره هڅه وکړي خو د یو بل د لیدو ارمان مو د مودو راهسې په زړه کښې غورځنګونه وهي ولې لا ترسره شوے نه دے او نه په نزدې وختونو کښې د پوره کېدو امکان لري ـ ولې بیا هم ژوند کوو د یوې وعدي سېوري ته ـ هغه وعده خو به دې یاده وي کنه هېره کړې خو به دې نه وي ؟
د نن نه دوه ورځې وروستو اختر دے خو د اخترونو ټکے زما د ژوند نه هغه ورځ ختم شوے د کله نه چې تا په نیمه لار کښې پرېښودے یم (او که ما پرېښودې ئې نه پوهېږم) خو خلک وائي چې اختر دے نو ځکه زه هم سر وړقووم چې کېدے شي اختر وي ولې زما نه زړه مني او نه ذهن چې اختر راروان دے ـ داسې ډېر اخترونه راغلل او تېر شول خو ولې د زړه او ذهن د جنګ نه بهر نه زه شوم او نه ته ـ یا خو ته زوروره ئې او یا دې دا یادونه کمزوري چې تر اوسه پورې د اخترونو او مېلو خوندونه نه مني ـ

ګرانې محبوبې !
ما ته معلومه ده چې ستا په ژوند کښې هم د خوشحالۍ ټکے ورک شوے دے خو زه څه وکړم نه پوهېږم ـ ما خو که تر اوسه څه هم کړي دي نو په هغه ډاډ مې کړي دي کوم چې تا راکوو اوس خو د ډاډ راکولو هم څوک نشته ـ نه په سبق کښې څوک ډاډ راکوي او نه په عملي کارونو کښې ځکه مې سبق هم نیمګړے پاتې شو او کارونه هم نیمګړي روان دي ـ

زه منم چې ته هم مجبوره ئې څه فېصلې په تا په زور کړے شوې دي او منل ئې ستا مجبوري هم وه او د خاندان د عزت خبره هم ـ ته زما نه ډېرې خبرې پټوې هم او مخې ته نه راځې خو ولې زه په هغه خبرو هم پوهېږم چې ته ئې ما ته نه کوې او یا ئې د کولو توان نه لرې بیا هم اختر راروان دے او د اختر خوشحالو کښې د خپلې کورنۍ خیال وساته ـ زه چې هر څنګه یم زما د ژوند هره لمحه هم دغه رنګ په تېرېدو ده ـ نیم عمر مې تېر شو ټول هم په دغه رنګ حالاتو کښې ـ د غمونو دا بوجهـ مخکښې هم وو او اوس هم ـ خو ولې اوس داسې ښکاري چې نور توان ئې نه لرم او ډېر زر به مې د دغه بوجهـ لاندې ملا ماته شي ـ خو ته مه خفه کېږه ژوند کوه او د ژوند خواږه کله هم مه کموه ـ زه هم ښه یم او نور به هم ښه شم بس ته د خپلې وعدې هغه لفظونه هېر کړه کوم چې تا کړي وو بیا به ښه شې خو ما ته به دا نه وائې چې ته هم هېره کړه ځکه چې زما په ژوند کښې د دغه وعدې د ټکې نه علاوه نور هېڅ هم نشته زه به ورسره ژوند کووم ـ

خپل نوي ژوند کښې کله هم غم ځان ته رانزدې کېدو ته مه پرېږده تل خوشحاله او د سپرلو سره مخ اوسې ـ

ستا د ځواب په انتظار

ستا په نوم ژوندے او ستا ...............


Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.