10/26/2014

د محبوب د خط ځواب


ګرانه زما مئینه, په ما مئینه او زما نه په لرې ژوند مجبوره جانانه !
د خوشحالو ډک سحرونه دې په نصیب شه

د ټولو نه وړاندې خو اختر دې مبارک شه
خط مې دې وکتلو خو ژړلي مې ورته نه دي بس صرف مې په سینه پورې نیولے وو او د اوښکو یوه لړۍ روانه وه کومه چې زما په اختیار کښې نه وه هم هغه رنګ لکه څنګه چې زما ژوند زما په اختیار کښې نه دے ـ
جانانه !
زما د ژوند حقیقتونه زما په زړه کښې دي او زه نه غواړم چې ستا په جولۍ کښې د غمونو نور زیاتوالے وکړم نو ځکه زه خپل هر غم او د هرې لحظې حال او د هغې سخته په خپل زړه تېرووم ځکه چې زه هم د دې سماج هغه وګړے یم چې نه مې دنیا څه ګڼي او نه دا معاشره ـ
په دې دنیا کښې د جینۍ مثال د هغه ځناور دے چې د مالک په څو خوښه شي نو هم په هغې ئې بل ته حواله کړي او بس د خپل زړه د سکون لپاره ښې ډېرې پېسې واخلي او خوشحاله خوشحاله کور ته راځي هم دغه رنګ د دې سماج هر پلار هم خپله لُور په ځان بوجهـ ګڼي او چې په هر حال او هر چا ته ئې په خېر خېریت سره ورکړي نو مطمئن شي چې د اوږو نه مې بوجهـ کوز شو ـ
ګرانه ! زه هم په دې دنیا کښې ژوند کووم او په دې زمکه یو بوجهـ ګڼلے کېږم بس هم د دغه بوجهـ له کبله په دې ژوند مجبوره یم چې که څه وایم نو هم مرم او که څه نه وایم نو هم ـ
زه دا منم چې ستا ژوند د لویو غمونو ډک دے خو زما هم په زړه پُولۍ ولاړې دي ولې ښکاري نه ـ نه ئې ته منې او نه دا سماج ـ ته هم ما ګناهګاره ګڼې او دا دنیا خو هسې هم ............... خو زه یم ګناهګاره ټوله ګناه زما ده چې ستا د مینې نه مې هغه څه زده نه کړل د کوم له کبله چې زما خاموشه ژبه ګویانه شوې وې ، او زما هم دغه خاموشي ستا د ټولو الزامونو رښتیاوالے ثابتوي ـ ته ما بې وفا ګڼې خو زه د سماج او رواجونو په دلدل کښې داسې مېده کړے شوې یم چې اوس مې نه په ځان څه کار شته او نه په دې دنیا،خو بس یو نوم مې ټول عمر د زړه په پرهرونو لیکلے دے او همېش به وي ـ
په خط کښې تا د وعدې خبره کړې وه ، زما نه هېره نه ده او نه رانه هېرېږي بلکې هم هغه د وعدې یو یو ټکے مې هره لمحه وژني او په ژوند مې نه پوهوي ځکه خو د پردي کور نه هم ویرېږم او د ورتلو توان نه لرم ـ

ګرانه ! بس یو خواست کووم چې ته نور خپل ژوند مه ګرانوه چې څه وشو نو هغه وشو دا به د تقدیر لیک وو چې زمونږ یو ځائے کېدل ئې پکښې نه وو لیکلي خو ستا هغه شعر مې کله هم نه هېرېږي 

دا ضروري نه ده چې په مینه کښې یو ځائے شي مئین
خو دا پکار ده چې په یو زړه کښې اوسېږي دواړه

که ته ئې منې او کنه خو دا دوه زړونه د مخکښې نه هم په یو زړه کښې وو او تل عمري به هم دغه رنګ په یو زړه کښې اوسي که څوک هر څه وائي، که څوک ئې مني او کنه خو زما د زړه په هره ټوټه صرف یو نوم لیک دے او هم دا به تر مرګه بلکې د مرګ نه وروستو هم لیک وي ـ

د ځان خیال ساته او ما ته نور خطونه مه لیکه ـ ستا هغه تېر خط هم راته شاندانې ډېر په ګرانه رارسولے وو بس د یادونو په سمندر کښې ژوند تېرول پرېږده او د خپل نوي ژوند په لور ګامونه اخستل شروع کړه ـ
ها یوه خبره یاده ساته چې زما وجود صرف د یو کس وو او وي به ـ په دې خاطر جمع ساته چې دې وجود له که څوک هم ګوتې راوړي نو هغه به اول ما وژني بیا به ګوتې راوړي .... بس نور هېڅ نه وایم 

اختر په خوشحالو تېر کړه او د ژوندانه په هره لار د سپرلو سره خوشحاله اوسه

ستا مئینه او ستا د یادونو سره ژوندۍ ..........................


Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.