10/26/2014

د آخري خط ځواب

ګرانې محبوبې ! او زما نه لرې ژوندۍ مئینې سلامونه او نېکې هیلې

هیله لرم چې روغه جوړه به ئې او د نوي ژوند خوشحاله ساعتونو نه به خوندونه اخلې
خط دې راغے خوشحاله شوم چې لا هېر درنه نه یم خو ته وائې چې دې کوڅو ته راتګ پرېږده نو دا یاد ساته چې
د دې کوڅو نه صبرېدل زما د وسه نه ده
ګنې یارانو راته ډېر ډېر نصیحت کړے دے
دا زما په وس کښې نه ده او که زما په وس کښې شوه نو هم زه به راځم او د خپل خوږ زړه درمان چې مې چرته پروت دے هلته به ئې لټووم ځکه چې بس دغه یوه کوڅه او د دې خاورو راسره لا بې وفائي نه ده کړې نور خو مې د ژوند دننه څه د سکون پاتې نه دي ـ
ګرانې ! ته وائې چې ته مجبوره ئې ، زه منم چې ته مجبوره ئې زه هم مجبورۍ لرم خو د مجبورو مطلب دا نه ده چې مونږ دې د ژوندو خلکو سره هغه تړون پرېږدو په کوم چې څوک ژوند کوي خو خېر دا ضروري هم نه ده چې په څه زه ژوندے یم په هغې دې ته هم ژوندۍ ئې ځکه چې د هر بنده خپل خپل خواهشات او ارمانونه وي ـ خو ژړا په دې راځي چې مونږ د یو بل سره د هر هغه وخت لوظ کړے وو چې یو ځائے به یو تر څو چې رانه دې دنیا د ساه اخستو حق نه وي تروړلے ـ دا ټیک ده چې څوک د چا د غمه نه مري خو ولې په غم کښې ژوند کول د مرګ نه کم نه دي ځکه چې په مرګ خو بس بنده د دې دنیا نه لاړ شي خو ولې د چا د یادونو سره ژوند کول او بیا د ژوند نور کارونه هم کول بنده وژني او بیا ژوندے کوي ځکه چې د هغه بنده نه لرې او بیل ژوند کول په چا کښې چې څوک خپل ژوند او ساه ویني ډېره ګرانه ده خو بیا هم څوک د چا په غم یا جدائۍ کښې نه مري او د هغې لوئے ثبوت دا دے چې ته هم ښه په قلاره ژوند کوې او زه هم دلته د دنیا کارونه هم کووم او ژوند هم ـ خو ولې د ژوند هم بلها قسمونه دي چې یو قسم ئې دا هم دے چې د دنيا سره خانده او نور ،،،،،،،،،،،،،،
زۀ دا نه وايم چې زۀ ستا نه بغېر زما د ژوند خواږه ورک دي او يا زۀ ستا نه بغېر زما ژوند ګران دے خو دومره ياد لره چې زۀ به ټول عمر په هم دغه ارمان ژوند کووم چې تا ما له د کومې ګناه سزا راکړه ؟ ما خو چرته هم ستا د رضا نه بغېر ژوند نه کوو نه مې چرته ستا خبرې ته نا کړي وو خو بيا هم زه ګناهګار او ته بې ګناه لکه سپين باز ،،،،،،،،،،،،
خو ځه
 بې وفائي هم په الفت کښې د الفت نخښه ده
هره ورځ اوښکې پاکوومه په رومال د جانان

دا وئیل ډېر اسان دي چې زړه دې صبر کړه یا زما په څه اختیار نشته ـ زه تا بې وفا نه ګڼم خو دا خپل حق ګڼم چې زما د خوبونو محل ورانوونکے دې دومره په اسانه زما محل نه ورانوي ـ کم ازکم ما ته دې خپله ګناه راوښائي بیا دې کوي ـ خو خېر نور به زه هم د خپل احساس په مرۍ لاس کېږدم نه به کووم هغه سوچونه د کوم خوبونه چې ما او تا لیدلي وو ، نه رښتیا تا نه صرف ما لیدلي وو ځکه چې ته خو په خوبونو یقین نه لرې او نه په سوچونو ـ د حقیقت قائله اوسه خو یاد ساته چې حقیقت ډېر تریخ وي ـ
ها رښتیا ته وائې چې د مینې دښمنان په هر دور کښې وي بالکل به وي او زه ئې منم خو مئینانو کله هم دومره زر حوصله نه ده بائیللې کله هم نه ـ هغوي خو تل د خپلې مینې لپاره جنګونه کړي د مور او پلار سره د کور سره د ټول کلي سره د خپلې قبیلې سره ـ د خلکو سپورې ستغې ئې وړې دي د خلکو پېغورونو ته ئې ځان ټینګ کړے وو خو تا .....................................
خېر ته ژوند کوه او ښه خوشحاله ژوند کوه زما چې هېڅ فکر ونه کړې ،،،،،،، او زما راتګ که په تا دغلته بد لګي نو زۀ به په داسې وخت کښې راځم چې ټول خلک به اوده وي ددې خبرې فکر مه کوه چې چرته به هم ستا په نوم تور داغ ولګي ۔ زۀ به مړ شم خو داسې به چرته هم ونه کړم بلکې زما هلته د راتلو بس صرف يوه وجه وي او هغه دا چې د دغه ځائے خاوره په ما ډېره خوږ لګي چې لږه ئې وڅکم نو زړۀ مې په آرام شي ۔

زۀ تا نه ګرمووم بس ژوند کوه او د ژوند نه خوندونه اخله ۔ زۀ په خپل خيالي ژوند او خوبونو کښې خوشحاله يم ۔۔


ستا ورک لېونے ....................................

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.