10/26/2014

آخري خط



د هر څه نه وړاندې درته یو سوال کووم چې نور دې کوڅې ته راتګ پرېږده ځکه چې پرون هم د حسن زېبې ترور ماشوم زوي راته وئیل چې څوک هلک راغلے وو او تر ډېره وخته هلته په خاورو کښې ناست وو، په خاورو کښې ئې ګوتې وهلې بیا لاړو ـ زه پوهه شوم چې هم ته وې ـ خدائے ته وګوره دا د لېونو عادتونه پرېږده ټول هر څه درته نن ځکه وایم چې ستا هم زړۀ صبر شي او زما د اوږو نه هم بوجهـ کوز شي ـ
ګرانه ! 
ته به خفه ئې چې ولې زه ستا د هېڅ یو سوال ځواب نه درکووم ـ نه ستا د خط ځواب درکووم او نه دې تپوس پوښتنه کووم ـ زه پوهه یم چې ته به هم زما په اشارو پوهه شوے ئې خو په خُله څه نه وائې ـ زه هم صفا خبره کولے نه شم ځکه چې زه صرف د صفا خبرې کولو سوچ هم کووم نو د پښو نه مې زمکه وتښتي او څه چل راباندې وشي بیا نه په ځان یم او نه په جهان ـ نو ځکه ځان په داسې کارونو کښې بوخت ساتم چې هغه چرته ما په ټول عمر کښې کړي هم نه دي ـ ته چې زما نه خفه نه شې زما د زړۀ هم ډېر ارمانونه وو ولې هم د هغه ارمانوو او وعدو سېوري ته اوس زه د خپل ژوند غرمې تېرووم ځکه چې صرف د سوچ او فکر نه ورته زما په هېڅ څه اختیار پاتې نه دے ـ
زه منم چې مونږ د یو بل سره ډېرې وعدې کړې وې خو هم په دغه وعدو کښې یوه وعده دا هم وه چې مونږ د پښتنو په معاشره کښې ژوند کوو او باید چې د پښتو او پښتونولۍ د څادر نه کله هم پښې بهر نه کړو بس زما هم دغه مجبوري وه چې یو اړخ ته پښتو وه او بل اړخ ته زما مینه ـ یو اړخ ته مې د بابا ضد او پښتو بل اړخ ته زما د زړۀ ارمانونه ـ یو خوا مې د مور سلګۍ وې او بل خوا زما د مستقبل خوبونه ـ بس ما په هغه هر څه باندې اور پورې کړو ځکه چې د هغوي خوشحالي زما لپاره د هر څه نه وړاندې ده ـ ما خپل ژوند نن په یو داسې ارمان قربان کړو چې ټول عمر به زما د غاړې د غم زنځیر وي خو خوشحاله به وي هغه خلک چا چې تل د خپلو خوشحالو سوچ کړے دے او زما د ارمانونو د ډولۍ ورځ ئې د ماتم په توره ورځ کښې بدله کړې ده ـ

ګرانه لالیه !
مینه کول دلته یو جرم ګڼلے کېږي ځکه خو دلته نه یوسف خان او شېربانو چا مینې ته پرېښودي او نه شېرعالم او میمونۍ، نه ئې فرهاد له خپله شېرینۍ ورکړې او نه ئې آدم خان له خپله درخانۍ ـ بس دغه د مینې دښمنان په هر دور کښې ژوندي وي او نن هم دغه قاتلانو زما د زړۀ ټول ارمانونه د خاورو سره خاورې کړل ـ
په اشارو ځکه خبرې کووم چې نه درته مخامخ کېدے شم او نه درته صفا خبرې کولے شم بس په آخره کښې درته بیا سوال کووم چې ته نور خپل ژوند مه ګرانوه ـ او د دې کوڅو نه زړۀ صبر کړه ګنې زما هم حوصله دومره نه ده ما خو تل ستا په ډاډ ژوند تېر کړے ګنې ته ښه خبر ئې چې زما ژوند د څومره محرومو نه ډک راروان دے ـ

چرته هم که ستا د زړۀ دننه زما نوم وي نو هڅه وکړه چې لرې ئې کړې او ژوند آسان کړې ـ

ستا ورکه لېلا .........................

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.