5/31/2018

د زېږون ورځ دې اومبارک شه


ګرانه!
سلامونه او احترامات
نه پوهېږم څنګه او له کومه شروع کړم خو د زېږون ورځ دې مبارک شه۔ زما يقين دے چې دا خط به ستا د زېږون په ورځ تا ته ملاو شوے وي، زه به له چا وروستو نه يم۔ زه دا منم چې اوس مونږ له يو بله ډېر لرې تللي يو۔ ستا په ژوند کښې نوي خلک راغلي دي، زما ځاے به ډېرو خلکو نيولے وي يا کېدے شي يو چا نيولے وي خو زما په زړه کښې ستا ځاے لا هم خالي دے بلکې ډک دے او تل به هم داسې ډک ستا په نوم وي۔ تر څو چې دا زړه درزېږي نو د زړه هغه برخه چې د چا نوم پرې ليکل وي، بس هم دا يو نوم به پرې ليکل شوے وي۔ ما ډېر کوشش وکړو چې دغه نوم ترې وران کړم، د هغه چا نوم پرې وليکم چې اوس په ظاهره زما د ژوند برخه جوړه شوې خو داسې ښکاري زړه به کله هم دا حقيقت ونه مني۔
د ستمبر يوويشتمه ده او که د مئي دېرشمه ګرانه هم هغه حالات دي کوم چې اته کاله وړاندې وو۔ د ژوند ترخو لا د ژوند په تېرولو نه يم پوهه کړې۔ نه مې ارام ته پرېږدي او نه د ژوند تېرولو په طريقو د چلېدو لار راښايي۔ وبخښه چې دا وار مي د زېږون د ورځې څه ډالۍ درونه لېږله خو داسې نه ده چې نه مې غوښتل خو ما ويل بس دے نور د لاس نخښې نه زياتووم۔ چې کومې دي هغه به هم ستا نه ختمې شوې وي۔ ته خفه کېږه مه خو ته بدل شوے يې، دا زه نه زما زړه وايي۔ ته اوس هغه نه يې چې د زړه په درزا او د درزا دننه په خبرو به هم پوهېدلې، نه پوهېږم چې څه وجه به وي خو د زړونو د دردونو پهې اوس ستا د وس کار نه ښکاري۔ زما د ژوبل زړه پرهرونه په چغار اوس هم ستا د لفظونو او دلاسو لار ته څاري خو ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا حقيقت دے چې د ژوند ډېرې خوږې ترخې مو يو ځاے تېرې کړي او د لوے څښتن نه دا هيله هم لرم چې يوه نه يوه ورځ به بيا ترخې نه بلکې خوږې لمحې کله خو يو ځاے شي۔ ژوند دے، چرته نه چرته به مو د ژوند لار شريکه شي، که تل نه وي  د څه وخت لپاره، د څو لمحو لپاره به په يوه لار د يو منزل په لور سفر وکړو۔ خو دا ضروري هم نه ده، ستا د تېر خط تصوراتي دنيا ما هم خپله کړې۔ چې څه غواړم په تصوراتو کښې يې ځان ته راولم او بس دغه زما د ژوند تر ټولو خواږه وختونه وي۔
            ها رښتيا تا ويل چې باغيان شو، نۀ نۀ کله هم نۀ ۔ ۔ ۔ ۔ په دې ټولنه کښې زمونږ مثال د هغه ځناورو دي چې پړي د نور يو چا په لاسو کښې دي چې چرته يې خوښه وي هلته مو بيايي او دا سفر زمونږ په خوښه نه د نورو په خوښه روان وو، روان دے او روان به وي نو دغه خيالونه له فکره وباسه او کله هم داسې ګام پورته نه کړې چې ستا د کور، کورنۍ، ستا په نوم او ژوند تور داغ پرېږدي۔ دا ژوند عارضي دے چې دومره تېر شو نور به هم تېر شي۔ غلط سوچونه فکرونه ځان ته مه پرېږده، د ځان او کور والا هر ارمان پوره کړه۔ په ژوند کښې ګرانۍ نه اسانۍ پېدا کړه او له خوشحالو ترلاسه کولو کوششونه روان ساته ۔ ۔ ۔ هو زما له خوا ستا نه هېڅ ګيله نشته او نه ته د ځان نه ګيله کوه۔ دا قسمت دے کله چرته او کله چرته سړے بوځي (ستا شعرونه دي کنه) ۔ ۔ ۔ بس ژوند کوه او له ژونده خوند اخله۔۔۔۔ د زېږون ورځ دې بختوره شه ۔۔۔ په خوشحالو موړ شې۔۔۔
ستا نه لرې په ژوند مجبوره ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.