نن
د پښتون قام هر بچے د خپلو مشرانو او واکدارانو نه بس دغه يو سوال کوي چې ولې آخر ولې
زما د وینې سره خلک لوبې کوي؟ زما ګناه څه ده ؟ آیا زما وینه دومره ارزانه شوه چې داسې
په چړ چړ بغېر د څه سببه بهېږي ؟ آیا زما ګناه صرف دا وه چې زۀ په دې خاوره پېدا یم نو ځکه راباندې هر څوک لوبې کوي ؟ کنه
زما د وینې څه قیمت د مخکښې نه اخستے شوے دے ؟ که داسې وي نو ما خبر کړئ چې بیا غلے
شم او هېڅ نه وایم ـ
ولې د دې ټولو سوالونو ځوابونه نه د مشرانو سره شته نه د کشرانو سره ـ نه د
سیاستدانانو سره شته او نه په لویو څوکو ناست زمونږ په نامه لوئې لوئې پېسې اخستونکو
واکدارانو سره ـ نه د هغه خلکو سره شته څوک چې د اولس په نوم په یخو کوټو او محلونو
کښې ناست د غوښو او پولاؤونو سره سحر ماښام خپلې ګېډې ډکوي ـ ځکه چې هغوي پخپله د دې
هر څه نه داسې ناخبره دي لکه څنګه چې ترې زمونږ په شان د دې خاورې عام وګړے ـ
د پېښور په آرمي پبلک سکول شوي بريد کښې چې څومره هم ماشومان شهیدان شوي دي
د هغوي د مړو نه که چا هم تپوس کولے شوے نو هر یو به ورته دغه خبره خامخا کړې وه چې
تراوسه خو مو د ترهه ګرو په ضد په رښتیا څه نه کول اوس خو ئې وکړئ کنه ـ تراوسه مو
د ډېرو ترهه ګرو تر مئینځه فرق کوو چې دا ښه دي او دا بد اوس خو پکښې ښه او بد که کوئ
کنه ـ تر اوسه چې کومو خلکو په ډاډه زړۀ د
دې خلکو مرستې کولې نو تاسو ولې غلي وئ او هېڅ مو ورته نه وئیل؟ اوس هم هغه خلک ژوندي
ناست دي چا چې دا اور دې خاورې ته راوړے دے د هغوي په ضد به تاسو کله څه سخت ګام پورته
کوئ؟ خو خېر دېر آئے درست آئے خو اوس وخت راغلے دے چې د پښتون قام تپوس وشي او که نه
کېږي نو باید قام یو شي او د هغه خلکو څخه د خپل حق غوښتنه ښه په کلکه وکړي څوک چې
زمونږ د قام نوم او پېژندګلو ورکول غواړي ـ ځکه که د دې دومره لوئې تباهۍ وروستو هم
که مونږ غلي پاتې شو نو بیا د دې قام او آرام او سکون طمع کول عبث دي ځکه چې تر څو
مونږ یو موټے شوے نه یو ترهغې د بل هېچا نه هم د سړیتوب یا زمونږ د مرستې طمع ساتل
ځان له دهوکه ورکول دي کومه چې مونږ ټول عمر ورکړې ده ـ
څه خبرې داسې هم دي چې زمونږ ژور سوچ ته اړتیا لري او که مونږ پرې سوچ وکړو
نو کېدے شي ډېر څه ترې زدۀ هم
کړو :
1)
زمونږ دښمن زمونږ په خوا کښې
پروت دے خو مونږ ئې یا خو وينو نه او یا ئې د مقابلې توان نه لرو ولې؟
2)
مونږ ته تل د غېرت سبق راکړے شوے دے
خو تر اوسه مو د دې خبرې پوښتنه د هېجا څخه ونه کړه چې آخر دا غېرت دے څه شے؟
3)
مونږ وایو چې پښتون قام پینځه
زره کاله زوړ تاریخ لري خو دا نه وایو چې پښتون قام آخر تراوسه ولې په ټوله نړۍ کښې
وهلے کېږي هم ډېر او په نخښه کېږي هم ډېر ولې؟
4)
د پښتون قام بچي تراوسه پورې
د خپل قام نه څومره ځان خبر کړے دے هغه پښتون او پښتو په اصلي معنو کښې پېژني او کنه؟
5)
زما نصاب ما ته څه ښائي؟ آیا
دغه سبقونه زما نه یو ښه انسان جوړوي او کنه؟
6)
په نصاب کښې هر نوے حکومت ګوتې
وهي او د خپلې خوښې نصاب راته په سکولونو،
کالجونو او پوهنتونونو کښې راننباسي ، داسې څوک شته چې تپوس ترې وکړي چې آخر مونږ به
کله د ټول عمر لپاره هم یو نصاب وایو کوم چې صرف زمونږ وي او زمونږ نه صرف ښه انسانان
جوړ کړي؟
7)
انسان چې کله انسان شي نو دنیا
ئې ښائسته شي او د نړۍ د هر قام فکر هم ورسره پېدا شي ، آیا زما د ځوانانو، پېغلو،
بوډاګانو، مشرانو او ماشومانو په ذهنونو کښې داسې څه فکر شته یا ورته ښودلے کېږي ؟
8)
تراوسه مونږ خپل مشر ولې نه
دے پېژندلے؟ هر یو تن چې راځي نو د مشرۍ دعوې کوي خو چې راشي او مشر شي نو بیا ورته
د ځان، د خپلو بچو، د خپلو محلونو، د خپلو باغونو، د خپلو ګاډو او خپل عېش و عشرت نه
ورته هېڅ نه ښکاري؟ مونږ څنګه کولے شو چې یو (واحد) او متفقه مشر وټاکو چې په اصلي
معنو کښې زما هم مشر وي او ستاسو هم ؟
9)
زما نه په لکهونو او کروړونو
روپۍ اخستے کېږي خو ما ته پته نشته چې دا چرته او څنګه لګي ـ د یوې خاصې ټولنې په خوښه
او خوشحالۍ دغه هر څه لګي ، ما سره شوې وعدې او په دغه پېسو مزې کوونکي خلک به مونږ
ته کله ځواب راکوي چې آو مونږ ستاسو لپاره دا کړي دي ؟
10)
که ځواب را نه کړي نو آیا مونږ
ته داسې څه لاره معلومه ده چې مونږ په هغې ورشو او پوښتنه ترې وکړو؟ آیا ما ته دا حق
شته؟ که شته نو لار ئې څه ده آیا ما ته ښودلے شوې ده؟
خبره ډېره اوږدېږي او سوالونه هم ډېر دي
خو دا او داسې نور ډېر سوالونه د هر هغه ماشوم، ماشومې، ځوان، پېغلې، مشرانو او بوډاګانو
په ذهنونو کښې دي چې تر اوسه پورې ورته دا پته نشته چې آخر زمونږ ګناه څه ده ، مونږ
ولې وژلے کېږو؟ تر کومه به وژلے کېږو؟ زمونږ بچي زمونږ لوڼه، زمونږ مئیندې، زمونږ خوئندې
او زمونږ پلاران به تر څو پورې د یو بل جنازې وچتوي؟
نن هم د آرمي پبلک سکول پېښور په شمول د
هر هغه تن څوک چې په دې ناسور کښې د دې دنیا څخه ارماني او نیمګړے تلے دے صرف دا یو
سوال کوي چې ما ولې وژنئ؟
آشنا ډیر اعلی، تراښه حقائق دې بیان کړي دي
ReplyDeleteڈیر اعلی او پہ زڑہ پوری !!!
ReplyDelete