6/26/2015

د خطونو لړۍ۔ ۔ ۔ شپږويشتم جون دوه زره پينځلسم

جانانه ستا په انتظار کښې
ورځ ناقراره شپۀ په ويښه تېروومه

په ما له خپله ګرانه لاليه! خوشحاله دې غواړم
ستاد خط پوره يوه مياشت او يوه ورځ وشوله چې راغلے وو خو زۀ د کور کارونو او ستا غمونو دومره په ځان کړې وومه چې دنيا رانه هېره وه خو دا چرته په زړۀ کښې رانه ولې چې تۀ به مې هېر شې ۔ سحر،غرمه،ماښام، د شپې او بيا سحر هر وخت ستا نامه زما په زړۀ او ذهن کښې داسې ليک ده چې مرګ ئې هم نه شي ورانولے ۔ ستا د خط شروع ډېره عجيبه وه او په ټپه کښې دې داسې ګيله کړې وه چې ما د دغه ټپې نه سترګې په يوه ګهنټه کښې نه شوې اړولې ۔ تۀ به زما هېر شې ؟ دا خبره ستا په زرۀ کښې څنګه راغله ؟ تا دا سوچونه د کله نه شروع کړل چې تۀ به له ما هېر شې او زۀ به ژوندۍ يم ؟ کله هم نه ، زما د زړۀ په هره برخه او د وجود په هر اندام ستا نوم ليک دے ۔ که يقين دې نه راځي نو چرته ئې امتحان واخله پته به ئې درته ولګي ۔
ستا په خط کښې دوئمې خبرې لوستو نور هم خفه کړم چې تا د سبق سلسله ودرولې ده ۔ زۀ خو تا په هغه کرسۍ ليدل غواړم د کوم چې تا خوبونه ليدل او د مسافرۍ د پېسو نه ډک ژوند دې ورته پرېښودے دے ۔ تا ولې داسې وکړل ؟ که داسې دې کول نو کم از کم زۀ خو به دې خبر کړې وي ۔ تا خو چرته هېڅ يو کار زما سره د مشورې يا خبرولو نه بغېر کله نه دے کړے خو داسې ښکاري چې اوس ستا په ژوند کښې زما هغه اهميت پاتې نه شو ځکه خو دې دومره لويه فېصله په يواځې تن وکړه او زۀ دې هله خبر کړم چې هر څه دې کړي وو ۔ ما کله هم داسې سوچ نه وو کړے چې ته به دومره لوئے قدم زما د اجازت نه بغېر پورته کړې ۔ دغه خو ستا ارمان وو او د دې لپاره تا د ژوند يوه لويه برخه د لوږو او تندو ډکه تېره کړې وه ۔ خبره زما د ډاډ وۀ نو زما ډاډ او مرسته تل ستا سره ده ۔ ما خو کله د دې خبرې سوچ هم نه دے کړے چې زما ډاډ،سوچ،فکر او ژوند به له تا نه کله جُدا شي ۔ زما ډاډ تل ستاسره دے او لکه څنګه چې دې د ماسټرۍ په ډګرۍ کښې زما په ډاډ د سرو زرو تمغه وګټله زما ارمان دا دے چې تر ډاکټرېټه هم دغه ډاډ تا بوځي او د ځلنده ستوري په شکل کښې تا دنيا ته ښکاره کړي ۔
رښتيا تا بيا خوب کم کړے دے ، ګوره زۀ ستا سره يم ، که زۀ ستا په خوا کښې يم او کۀ ستا نه لرې خو زما سوچ او خيال تل له تاسره دي ۔ زما وجود به ستا نه لرې وي خو زما خيالونه هر وخت صرف ستا په څنګ کښې د وخت تېرولو خوبونه ويني ۔ کېدے شي ممکن نه وي خو بيا هم په خوب پابندي نشته ۔ زۀ ټول عمر د خوبونو په دنيا کښې پاتې شوې يم او اوس هم پکښې ستا سره خوشحاله يم ۔ تۀ د ځان خيال ساتۀ ، که خدائے مه کړۀ په تا څه وشو نو زما به ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
زۀ د پښتو او رواياتو نه انکار ځکه نه شم کولے چي دا هرڅه ما ته تا ښودلي ۔ زۀ خو په پښتو پوهيدم هم نه ، خو چې تۀ مې ژوند ته راغلې نو پښتو کول او وئيل مې زدۀ کړل بيا ولې تۀ داسې کوې ۔ ما خفه کوې ؟؟؟؟
د لاس نخښه ځکه نه درلېږم چې هغه ورځ مې ستا افسانه "تصوير" ستا په بلاګ وکتله ۔ که نخښه مې درولېږله نه د هغه افسانې د جبران د کردار په رنګ به بيا ته هم د ژمي شپه هغه نيمګړي تصوير ته تېروې ۔ بس زۀ ستا په خوا کښې هر وخت موجود يم ما محسوس کړۀ خو يوه خبره ياده ساته چې د ژوند تراخه قبلول اوس زمونږ مجبوري جوړه شوې او مونږ دواړه د رواياتو په داسې زنځيرونو کښې تړلې شوي يو چې د هغې نه خلاصېدل نه ستا په وس کښې دي او نه زما ۔ بس مونږ مينه کړې هم دا زمونږه جر م دے ۔ يو داسې جرم چې ټول عمر به ئې په سزا کښې په يو بل پسې کړېږو ۔
ملالۍ دې هم اکثر تپوس کوي خو زۀ ورته وايم چې هغه او زۀ اوس ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ښه ده ستا په وېنا ئې سبق روان ساتلے او ستا حکم په سر سترګو ، زۀ به ئې تل مرسته کووم، سبق به پرې پوره کووم که څوک ئې پرې وائي او کنه ۔ بلکې د هغې لوئے ارمان نوکري کول دي کوم چې به ورله زۀ پوره کووم ۔ بس تۀ د خپل ځان خيال ساته او خدائے ته وګوره لږ د ځان خيال ساته ۔ خبر شوې يم چې کمزورے شوے هم ئې ۔ لکه چې د آرام سره سره دې د خوراک خيال ساتل هم پرېښودي دي ۔
ګرانه ! د ځان خيال ساته بيا درته وايم چې د ځان خيال ساته زما لپاره د خپل زړۀ د ګُل لپاره ۔
ستا د خط د جواب په انتظار به يم که ممکن وي نو څو شعرونه راته هم پکښې وليکه ډېر وخت شوے چې ستا نه مې خپل صفت نه دے اورېدلے ۔

ستا په نوم او ستا لپاره ژوندۍ
ستا مجبوره مينه ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

1 comments:

  1. ډیر ښکلے
    الله دې قلم تاند لره

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.