11/12/2015

له ياره زړۀ صبرول ګران دي


په ما د خپله ځانه ګرانې
سلامونه نېکې هيلې او احترامات
هيله مند يم چې د نوي ژوند شروع کولو ته به دې ټولې تيارۍ پوره کړې وي او د نوي کور هواګانې به دې د زړۀ په وَر راتلل شروع شوې وي ۔ خوشحاله دې غواړم که هر چرته او د هر چا سره ئې ۔
ګرانې !
زۀ دا منم چې زۀ مجبوره ووم خو ته هم مجبوره وې او هم دغه وجه وه چې زمونږ د ژوند لاره يوه نه شوه ۔ نه تۀ زما شوې او نه زۀ ستا شوم خو زړونه مو لا د يو بل دي ۔ ستا خو څه نه شم وئيلے خو زما د زړۀ هر يو پرهر، هره يوه پرده او هر يو اواز اوس هم ستا د نامې ذکر کوي کوم چې به تر هغې روان وي تر څو چې دا زړۀ درزېږي ۔ ځکه چې ما د خپل زړۀ په هره يوه برخه صرف يو نوم ليکلے دے کوم چې ورانول د دې دنيا د يو انسان په وَس کښې هم نه دي ۔
ګرانې !
د دې خط په شا څه مقصدونه دي او غواړم چې هغه په لنډو ټکو کښې تا ته ووايم خو دا يو لوظ به تۀ کوې چې دا به هېروې نه بلکې د ژوند په هره لار او هر يو قدم به ئې ياد ساتې، عمل به پرې کوې ۔ دا اوس يو کوټلے حقيقت دے چې زمونږ د ژوند لارې جدا شوې ۔ تۀ د بل په نوم او زۀ د بل په نوم شوم ۔ اوس زمونږ ذمه وارۍ ، زمونږ د ژوند مقصدونه، زمونږ عادتونه، زمونږ د ژوند تېرولو طريقې او زمونږ د (ظاهري) مينې محور بايد هغه څوک شي څوک چې د دنيا دې رواياتو، دې خودغرضه خلکو او زمونږ مجبورو زمونږ سره وتړل ۔ که داسې ونه شي نو بيا به د دواړو سره سره د هغه دوه کسانو ژوند هم ګران شي څوک چې په حقيقي دنيا کښې زمونږ سره دي ۔ زۀ دا منم چې تر دې مونږ لا د يو بل په خوبونو کښې ورک يو ۔ لا د يو بل د هېرولو سوچ هم نه شو کولې او بايد دا زمونږ ذهنونه دا سوچ خپل خوا ته هم پرينږدي خو بيا هم چې څه حقيقت دے هغه منل که زمونږ زړۀ غواړي او کنه زمونږ لويه مجبوري ده ۔ ځکه چې که يو اړخ ته زمونږ مينه ده نو بل اړخ ته د څلورو کورنيو عزت، پښتو او د سر شمله ده د کومې خيال ساتل چې د يو پښتون او يوې پښتنې په حېث زمونږ وړومبۍ ذمه واري ده ۔ زۀ دا نه وايم چې ما هېر کړۀ يا به زۀ تا کله هېر کړم خو اوس ژوند يو بل پړاؤ سر کوونکے دے د کوم د ګوذار نخښه چې زۀ او تۀ يو ۔ که مونږ ډېر هم کوشش وکړو خو د دغه ګوذار نه بچ کېدل اوس زمونږ په وس کښې نه دي نو ښه دا ده چې مونږ دا هر څه په غړېدلو سترګو ومنو او د تکليفونو، غمونو او تيَرو دې نوي سفر ته ښه په کلکه ملا وتړو ۔ که چرته هم د يو بل د مرستې ضرورت راځي نو د يو بله به وروستو کېږو نه بلکې ښه په جار به د يو بل ملاتړ کوو خو د پښتو، عزت او روايتونو په چوکاټ کښې دننه ۔
ګرانې !
دا ضروري نه ده چې دوۀ مئين يو ځاے شي سره
خو دا پکار ده چې د يو بل په زړګيو کښې اوسي
نو زۀ هم دا غواړم او ستا نه هم دا غواړم چې مونږ د يو بل زړونه د تل دپاره د يوبل په نوم کړو خو د ژوند په لاره نوو ملګرو ته هم ځاے ورکړو چې سبا څوک دا ګوته پورته نه کړي چې دلته دوو پښتنو د خپلو کورنيو د عزت خيال نه وو ساتلے ۔ مونږ تل يو بل ته د پښتو سبقونه ښودلي او اوس وخت راغلے چې دغه سبقونو ته عملي شکل ورکړو ۔ دا يو ازمېښت دے او زما يقين دے چې د يو بل په مرسته به مونږ په دې امتحان کښې ضرور کاميابي مومو ۔ که داسې ونه شي نو بيا به نه زمونږ مينه مونږ معاف کړي او نه هغه پښتو د کوم تبليغ چې ما او تا کړے او لګيا دے کوو ۔
مينه د يو ځاے کېدو نوم نه دے بلکې مينه هغه پاک جذبه ده چې د يو بل لپاره د ژوند تېرولو ذريعه جوړه شي ، هغه ژوند که ګران وي او که اسان خو چې څه خلک زمونږ د ګرانو فېصلو له کبله د خپل سر شمله جګه ساتل غواړي او يا د هغوي دغه شمله جګه پاتې کېږي نو بايد مونږ هم دې بلا ته کلک غاړېوتل خپل غېرت او پښتو وګڼو ۔ داسې به نه يواځې مونږ د پښتو (مور) حق ادا کړو بلکې د جهان په مخ به لکه د يوسف خان شېربانواو فرهاد شيرينۍ ژوندي هم پاتې شو۔
ګرانې !
زۀ منم چې په تا به زما خبرې بدې لګېدلې وي او يا به دا سوچ کوې چې زۀ ولې دومره د مايوسۍ خبرې کووم خو ياد ساته دا د مايوسۍ نه بلکې د حوصلې نه ډکې خبرې دي ځکه چې دومره حوصله په ما کښې کله هم نه وه کومه چې نن د دې ليکلو په وخت ده او دا هم ستا له کبله ۔ دا تا ته هم پته ده او ما ته هم چې مونږ د يو بل نه بغېر کله څه کار په ښه شان سره نه دے کړے او نه ئې کولے شو ځکه چې مونږ کله يو بل دوه ذهنونه يا دوه زړونه نه دي ګڼلي ۔ تل مو د دوو ځانونو او يو زړۀ خبرې کړي ۔
په اخير کښې درته صرف دومره وايم چې د دې ليکلو حوصله په ما کښې د ډېر سوچ وروستو راپېدا شوې او زۀ نه غواړم چې ما څومره په ګرانه دا لفظونه وليکل نو دا دې ضائع لاړ شي ۔
زۀ نور خو څه نه شم کولے خو دومره کولے شم چې د هغه چا نه ټول عمر ګيله مند پاتې شم څوک چې دوه مئين يو ځاے ليدل نه غواړي ۔ زۀ به کله هم دا خلک او دا روايتونه معاف نه کړم ځکه چې زۀ ئې د ټول عمر لپاره نيمګړے نيمه خوا پرېښودم ۔ ۔ ۔
د خپل ځان، ملالۍ، مور او داجي زړۀ کله هم مه خفه کوه ۔ زما يقين دے چې نور خلک خوشحالول او ځان خفه کول د عام انسان د وَس خبره نه ده ۔ ۔ ۔


ستا په نوم ژوندے ۔ ۔ ۔ صرف ستا ۔ ۔ ۔ ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.